سیمه ییز خبرونه

په كابل كې ايران د ديزلي برېښنا ۵۰ ميگاواټه پروژې پرانيسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دواړو هېوادونو د اقتصادي همكاريو د غزيدنې په موخه د ايران د انرژۍ وزير په يو رسمي سفر د يكشنبې په ورځ(د سلواغې ۸) افغانستان ته راغلى دى.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير له خپل ايراني سيال سره يو ځاى  په كابل كې د ديزلي برېښنا ۵۰ ميگاواټه پروژه پرانيستله.

د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل وايي:

د ۵۰ ميگاواټه برېښنا د توليد وړتيا لرونكى ډيزلي جنراتور د ايران له لوري افغانستان ته وړيا وركړشوى دى.

د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل په وينا:

افغانستان د دې توان نه لري، چې له دې جنراتورونو څخه په دوامداره توگه گټه واخلي؛ ځكه ، چې په هرو۲۴ ساعتونو كې  دواړه ماشينونه ۳۸۴ زره ليتره تيل غواړي.

دى وايي:

په لويديځو او سويل لويديځو ولايتونو كې د برېښنا د زياتولو لپاره يې له ايراني چارواكو سره هوكړه كړې ده.

د ايران د انرژۍ وزير مجيد نامجو وايي:

ولسمشرمحمود احمدي نژاد خپل افغان سيال حامد كرزي ته يو ليك استولى، چې د دواړو هېوادونو گډې اقتصادي طرحې په كې ځاى شوې دي.

هغه وايي:

دا ليك د يكشنبې په ورځ ولسمشر حامد كرزي ته سپارل شوى دى.

ده وويل:

ايران په بېلابېلو دلايلو نه دى توانيدلى په افغانستان كې هغسې، چې ښايي اساسي رول ولوبوي.

ايران په تېرو لس كلونو كې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو كې مرسته كړې، خو د دې تر څنگ دغه هېواد تل تورن شوى، چې د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي او د سلما د بند په څېر د يو شمېر بندونو او بنسټيزو پروژو د جوړيدو مخه نيسي.

Trending

Exit mobile version