سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د استاد رباني د ترور پېښې د څېړلو گډه غوښتنه وشوه
دغو لاريون كوونكيو، چي شمېر يې سلگونو تنو ته رسيدو د پاكستان د استخباراتو او په هېواد كې د يو شمېر ځانگړيو كړيو پر ضد شعارونه وركول او د سولې د عالي شورا د رييس برهان الدين رباني د ترور په اړه يې د څېړنو او د دغه ترور د عاملينو د پيدا كولو غوښتنه كوله.
د ملي امنيت پخوانى ريس امرالله صالح، چې په ياد لاريون كې يې گډون كړى و د سولې د عالي شورا د ريس برهان الدين رباني وژنه يې يوه پېچلې او گونگه دسيسه وبلله او د ملگرو ملتونو له سازمان يې وغوښتل، چې د يادې دسيسې د نورو اړخونو په پيدا كولو د افغانستان خلكو ته حقايق روښانه كړي.
كه څه هم د استاد برهان الدين رباني د وژنې د څېړنې په موخه د جوړ شوي كميسيون وياند احمد ضيا خبر وركړ، چې:
پر استاد برهان الدن رباني د ځانمرگي بريد په تړاو يې يو تن نيولى، خو د ملي امنيت پخوانى رييس وايي، چې:
په دې برخه كې د افغان حكومت څېړنې د اعتبار وړنه دي او مشروعيت نه لري، ځكه، چې د ده په وينا د دولت يو شمېربرخې د دوښمن په خدمت كې دي.
امرالله صالح په يوه درې ماده ييز پرېكړه ليك كې ويلي، چې:
دوى د ترهگرو د محاكمې غوښتونكي دي او نه غواړي، چې د مصلحت له مخې وبخښل شي.
د سولې د عالي شورا ريس برهان الدن رباني د ۱۳۹۰ ل كال د وږي په ۲۹ په كابل كې په يو ځانمرگي بريد كې ووژل شو.
لاريون كونكي وايي:
ترهغې، چې د استاد رباني وژونكي نه وي محاكمه شوى له وسله والو طالبانو سره سوله مشروعيت نه لري.
