سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د استاد رباني د جنازې او ښخولوځانگړي مراسم تر سره شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د افغانستان پخوانى ولسمشراو د سولې عالي شورا د رييس پروفيسوراستاد برهان الدين رباني د جنازې او ښخولوځانگړي تشريفاتي مراسم تر سره شول.

ولسمشر حامد كرزي د استاد رباني د جنازې له لمانځه مخكې د سولې او ثبات په ټينگښت كې د ارواښاد استاد رباني رول ارزښتناك وباله او هغه ته يې د سولې د شهيد لقب وركړ.

حامد كرزي دغه رازخبردارى وركړ، چې له هغو سره به پريكنده چلند وكړي، چې سوله نه غواړي.

د ارواښاد استاد برهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني  په ملي يووالي ا و د ارواښاد رباني د لارې د تعقيب په ټينگار د سولې د عالي شورا د رييس د ترورد عاملينو د پېژندنې په موخه د جدي هڅو غوښتونكى شو.

د افغانستان د پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا د رييس پروفيسور برهان الدين رباني مړى چې د تېرې سه شنبې په ورځ(د وږي په ۲۹) په يوه ځانمرگي بريد كې شهيد شو؛ د جمعې په ورځ(د تلې پعه لومړۍ نېټه) د سردارمحمد داودخان له روغتون څخه د ارگ ماڼۍ ته وليږدول شو.

د استاد رباني د كورنۍ د ډاډگيرنې  لپاره د بهرنيو هېوادونو لسگونه لوړ پوړي چارواكي او ډيپلوماټان او افغان دولتي چارواكي په ارگ كې راټول شوي وه. د استاد رباني د جنازې لمونځ د ولسمشر حامد كرزي، د بهرنيو ډيپلوماټانو، د كابينې او ملي شورا د غړيو او يو شمېرجهادي شخصيتونو په گډون د استاد سياف په امامت ادا شو.

حامد كرزي د هېواد په بېلابېلو برخو كې د پروفيسوررباني كړنو ته په اشاره خبردارى وركړ، چې:

له هغو كسانو سره به پريكنده چلند وكړي، چې سوله نه غواړي .

د استاد رباني مړى وروسته په كلكو امنيتي تدابيرو د وزير محمد اكبرخان غونډۍ ته وليږدول شو او په داسې حال كې، چې يو شمېرلوړ پوړي دولتي چارواكي، جهادي مشران او د هغه ملاتړي او مينه وال حاضر ول، خاورو ته وسپارل شو.

د سولې عالي شورا رييس او جهادي رهبر پرفيسور برهان الدين رباني د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ماښام په يوه ځانمرگي بريد كې، چې بريد گرچاوديدونكي توكي ورته په لونگۍ كې ځاى پرځاى كړي وه، په خپل كور كې ژوند له لاسه وركړ.

ټاكل شوې ده نن د سولې د شهيد استاد ربانى د فاتحې ځانگړي مراسم په كابل او ولاتيونو كې په رسمى بڼه تر سره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version