سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د افغانستان د صادروونكيو ټولنه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دغه ټولنه په داسې حال كې فعاليت پيلوي، چې د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر كم دي.

افغانستان شپږ ډوله سوداگريز توكي صادروي، چې غالۍ يې مهمه برخه ده.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مسوولين په دې باور دي، چې:

د افغانستان صادراتي توكي د هېواد په اقتصاد كې مهم رول لوبوي او د افغانستان صادرات په تېرو لس كلونو كې له ډېرو هسكو او ژورو څخه تېر شوى دى.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع ټولنې د عامل پلاوي رييس محمد قربان حقجو وايي:

افغانستان په ۱۳۸۱ ل كال كې د سل ميليون دالرو په ارزښت بهر ته خپل سوداگريز توكي صادر كړي ول، خو په همدغه كال د وارداتو كچه له دوه ميليارد دالرو زياته وه.

لس كاله وروسته يعني په ۱۳۹۰ ل كال كې د افغانستان صادرات ۴۰۰ ميليون دالرو ته رسيدلي ول، خو ور سره جوخت واردات هم شپږ ميليارد دالرو ته لوړ شول.

افغانستان بهر ته، پنبه، وچه او تازه ميوه، قيمتي ډبرې، غالۍ، طبې بوټي، زعفران او پوستكي صادروي، چې زياتره برخه يې پاكستان، هند، روسيې، عربي متحدو اماراتو او امريكا ته ځي، خو افغانستان زياتره توكي له پاكستان څخه واردوي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوارالحق احدي وايي، چې:

د صادراتو د زياتولو لپاره د دولتي او خصوصي سكتورونو تر منځ بشپړې همغږۍ ته اړتيا ده.

افغانستان، چې له يوې خوا د سيمې د هېوادونو د كاليو او سوداگريزو توكو د مصرف په بازار اوښتى، له بلې خوا د را واردو شويو توكو د ټيټ كيفيت په اړوند اندېښنې هم مخ پر زياتدو دي.

Trending

Exit mobile version