Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د امريكا دفاع وزير د امريكا د حضور په اړه خبرې كوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريكا دفاع وزير وايي، چې:

كابل ته مې د سفر موخه له نږدې څخه د دغه هېواد د وضيعت څېړل او له افغان چارواكو سره له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د شمېر په اړه بحث كول دي.

له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د افغانستان د امنيتي حالت  او په دغه هېواد كې له ۲۰۱۴ كال وروسته د امريكايي ځواكونو د شمېر په اړه بحث د امريكا دفاع وزير اړ كړ، چې كابل ته سفر وكړي.

دغه لوړ پوړي امريكايي چارواكي كابل ته د خپل سفر په ترڅ كې  د ناټو ځواكونو د عمومي كوماندان او د افغانستان له دفاع وزير سره خبرې اترې كړې دي.

له دې وړاندې نوموړي كويټ ته د يو سفر په ترڅ كې ويلي ول، چې تر راتلونكيو څو اوونيو پورې به د امريكا ولسمشر بارك اوباما له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته په افغانستان كې د پاته كيدونكيو امريكايي سرتېروشمېر ښكاره كړي.

د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا به ډاگه كړه، چې:

دلته زما د راتلو موخه له جان الن او نورو رهبرانو سره خبرې اتري او له نږدې څخه د افغانستان د وضيعت څېړل دي. ما له افغان چارواكو سره خبرې وكړې او هڅه مې وكړه، چې د امريكا د ولسمشر د هغې پرېكړې په لپاره جزئيات را ټول كړم، چې د افغانستان د راتلونكي په اړه يې كوي.

د امريكا  دفاع وزير په داسې حال كې افغانستان ته سفر كوي، چې د ليزبون د پرېكړې له مخې به بهريني سرتېري له ۲۰۱۴ز. كال وروسته له افغانستان څخه وځي. وسمهال افغان او امريكايي چارواكي هڅه كوي، چې د كابل او واشنگتن ترمنځ په امنيتي سند كې له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د پاته كيدونكيو امريكايي سرتېرو شمېر ښكاره كړي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په عراق کې به همجنس‌بازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.

رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنس‌‌پالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.

له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.

له زنا او همجنس‌بازۍ سره د مبارزې قانون همجنس‌بازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنس‌بازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.

دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.

په پیل کې د همجنس‌بازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.

په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنس‌بازي جرم نه‌و. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسله‌والو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.

رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنس‌بازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنس‌بازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنس‌بازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.

عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنس‌پالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنس‌بازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.

ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.

دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.

اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسله‌والې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!