سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د خوږ نبي د لور فاطمة الزهرا زوكړه ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې دينې عالمان او د د خوږ نبي د لور فاطمة الزهرا د  زوكړې د مراسمو گډنوالو د جمعې په ورځ(د غويى۱۳) د دغې ورځې په درناوي سوكاليو ته د رسيدو لار د نوميالو مسلمانانو پيروي وگڼله.

بي بي فاطمه، چې د زهرا ، صديقې او طاهرې لقبونه وركړ شوي؛ د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص لور او د امير المومنين حضرت علي رض ميرمن وه .

د جمادي الثاني شلمه نېټه د فاطمې الزهرا د زوكړې د ورځې په توگه د نړۍ د مسلمانانو له خوا نمانځل كيږي.

د ولسي جرگې غړې صديقه بلخي وايي:

د كابل يو شمېر ديني عالمانو، ښځو او نرينه وو د فاطمة الزهرا د لارې په پيروۍ ټيگار وكړ.

بي بي فاطمة الزهرا د بعثت په پېنځم كال او د جمادي الثاني د مياشتې په شمله نېټه دنيا ته سترگى غړولي او د اسلام د ستر پيغمبر له رحلت څو ورځې وروسته بي بي فاطمې هم له دې فاني نړۍ سترگې پټې كړې دي. روح يې ښاد او ياد يې تاند اوسه.

Trending

Exit mobile version