سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د لويې جرګې خيمې ته نږدې ځانمرګى بريد وشو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د شنبې په ورځ ( د لړم ۲۵ ) له غرمې وروسته په كابل كې د لويې جرګې خيمې ته نږدې ځانمرګى بريد وشو. كه څه هم تر اوسه د تلفاتو په اړوند امنيتي مسئولينو څه نه دي ويلي، خو په سيمه كې عيني شاهدانو اريانا ټلويزيون ته وويل:

له بريد وروسته يې په سيمه كې له لسو ډېر د پوځي او ملكي كسانو مړي او له دېرشو ډېر ټپيان ليدلي دي.

دغه راز له لسو ډېر پوځي او ملګي موټر تخريب شوي دي. په سيمه كې نږدې دوكانونو ته هم زيان اوښتى دى.

عيني شاهدان وايي، چې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا ځانمرګى بريد په داسې حال كې شوى، چې په كابل كې د مشورتي لويې جرګې لپاره امنيتي تدابير كلك شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې بريد ګر غوښتل د چاودېدونكو توكو ډك موټر د پوليسو له تلاشۍ څخه و تښتوي، چې د پوليسو تر بريد لاندې راغى.

Trending

Exit mobile version