سیمه ییز خبرونه
په كابل ښاروالۍ كې د عامه پوهاوي اداره جوه شوه
په كابل ښاروالۍ كې داسې يو مركز جوړشوى، چې موخه يې د عامه خدمتونو د وړاندې كولو پرمهال د اداري فساد مخنيوى دى.
دا مركز په اصل كې د ښاري خدمتونو د ځمكو د ملكيت او استملاك په برخه كې او هم د ښاروالۍ پركړنو د نيوكو او وړانديزونو لپاره فعاليت كوي.
كابل ښاروال محمد يونس نوانديش وايې:
د ۱۶۲ زرو ډالرو په لگښت د عامه پوهاوي دا جوړشوى مركز به په دوه برخو كې فعاليت وكړي: د ښاري وضيعت د ښه والي لپاره د خلكو وړانديزونه او نيوكې او كابل ښاريانو ته د ښاري خدمتونو وړاندې كول به د دغه مركز فعاليتونه وي.
دى وايې:
په ښاروالۍ كې دننه له اداري فساد سره په مبارزه كې د دې مركز رول مهم او گتور دى.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين د ښاري وضيعت د ښه والي په موخه د ځينو كابل ښاريانو د همكارۍ غوښتنه كړې.
چارواكي وايي، د دغه مركز په جوړېدو د خلكو د ستونزو هغه برخه، چې تر اوسه كابل ښاروالۍ ورته لاسرسى نه درلود حل شي.