سیمه ییز خبرونه

په كابل ښار كې د خلكو په تگ راتگ بنديزونه ولگيدل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د خلكو او نقليه وسايطو په تگ راتگ نوي بنديزونه لگولي دي.

تېره ورځ دغه وزارت د غبرگولي د ۲۴ نېټې د ټاكنو د خوندي ترسره كيدو په موخه يوه اعلاميه خپره كړه، چې په كې خلكو ته امنيتي ډاډ وركړ شوى دى.

دغه راز ويل شوي، چې د غبرگولي له ۲۳ نېټې څخه كابل ښار ته د مسافرو په رادننه كيدو هم بنديز لگيدلى دى.

د يادونې وړ ده، چې افغان حكومت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ټولې ښوونيزې او روزنيزې موسسې د غبرگولي تر ۲۶ نېټې رخصت كړي او د شنبې په ورځ، چې د همدې مياشتې له ۲۴ سره سمون خوري د ولسمشرۍ د دوه يم پړاو ټاكنې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version