سیمه ییز خبرونه
په كابل ښار كې د خوشالخان عالي ليسې زده كوونكي د بيات بنياد له روژه ماتې برخمن شول
د كابل ښار د خوشالخان ليسې څه نا څه زر زده كوونكي د بيات بنياد د روژه ماتي له پروگرام څخه برخمن شول.
د بيات بنياد لوى مشر سناتوراحسان الله بيات وايي:
دا پروگرام د روژې د مباركې مياشتې په مناسبت پيل شوى او له دې وروسته به هم دغه بنسټ په كابل ښار كې روژه ماتې ووېشي .
د خوشالخان ليسې زده كوونكي له ليرې پرتو ولايتونو څخه د زده كړې په موخه كابل ته راغلي او په دې ښوونځي كې ليليېه شوي او زده كړه كوي.
دغو زده كوونكيو، چې په يوه روژه ماتې كې د بيات بنياد ميلمانه شول د روژه ماتې وركول يو ډول عبادت او له بېوزلو سره مرسته گڼي .
د بيات بنياد دا كار د خوشالخان ښوونځي د مسوولينو د هركلي وړ وگرزيد او د بيات بنياد خيريه كارونه يې وستايل.
د بيات بنياد خيريه بنسټ تل له بېوزلو افغانانو سره په خپلو بشري مرستو ټينګار كړى، د طبيعي پېښو له زيانمنو او له بېوزلو كورنيو سره يې بېړنۍ مرسته كړې او په هېواد كې د بيارغونې او زيربنايي كارونو په اړه يې د پام وړ كارونه كړي دي.