سیمه ییز خبرونه
په كندهارهوايي ډگر كې د ناستې الوتكې ټول اړخونه او دلايل دې روښانه شي
د مشرانو جرگې يو شمېر غړي وايي:
د كندهار په هوايي ډگر كې د فارس خليج د اړوند هېوادونو د دې الوتكې ناستې د مشرانو جرگې ځينې غړي سخت په غصه كړي او دوى د ترانسپورت او هوايي چلند پر وزارت د سختې نيوكې تر څنگ وايي:
د افغانستان فضايي حريم ته له اجازې پرته د دې الوتكې را دننه كيدل او په كندهار هوايي ډگر كې كيناستل د امنيتي بنسټونو دريځ ته دروند گوزار وركړ.
مشرانو جرگې دفاعي كميسيون او مواصلاتي كميسيون وگمارل، چې په دې تړاو جدي ځېړنې وكړي.
افغان حكومت وايي:
د ملي امنيت شورا د ولسمشر حامد كرزي په امر په دې اړه څېړنې پيل كړې دي.
د يكشنبې په ورځ (د ليندۍ۱۰) د فارس خليج هېوادونو اړوند يوه خصوصي الوتكه په كندهار هوايي ډگر كې كيناسته. د الوتكې له ناستې وروسته روښانه شوه، چې په كې ناست كسان د عربستان، پاكستان او هند وگړي دي.
د كندهار هوايي ډگر چارواكي وايي:
د خرابې هوا په دليل او د مركز په اجازه دې الوتكې په كندهار هوايي ډگر كې ناسته وكړه.
د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلمپار او د دې جرگې غړي داود حساس او عبدالوهاب عرفان د كندهار په هوايي ډگر كې د دې الوتكې د كيناستو د مسالې د ټولو اړخونو د معلومولو غوښتونكي شول.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي:
په كندهارهوايي ډگر كې د الوتكې د وروستۍ ناستې په اړه جزييات به د ملي امنيت شورا له څېړنو وروسته په ډاگه شي.
د افغانستان د قوانينو پربنسټ د افغانستان فضا ته د هرې خصوصي الوتكې د را ننوتو مساله بايد د بهرنيو چارو او ترانسپورت وزارتونو سره همغږې شي او د دوى له تائيد وروسته بايد له سيمه ييزو چارواكو سره شريكه شي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په افغانستان كې ټول هوايي خدمتونه د نړيوالو ځواكونو له خوا تنظيمږي او هغوى د الوتكو پر ناستو او الوتنو څارنه كوي.