سیمه ییز خبرونه

په كندهار كې د اداري فساد اندېښنې راپارولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كندهار كې اداري فساد خپل وروستي پړاو ته رسيدلى او ولسمشر د دې سترې ستونزې په وړاندې اقدام نه كوي.

د ولسي جرگې يو شمېر غړيو او قومي مشرانو خبردارى وركړ، كه د كندهار د ولايتي ادارو مسوولين له دندو گوښه نه شي، لاريونونه به په لار واچوي.

په ولسي جرگه کې د کندهار د خلكو استازيو د يكشنبې په ورځ(د سلواغې۲۹) په يوه پراخه غونډه  کې د کندهار ولايتي اداره بې کفايته او په فساد کی ښکېله وبلله.

د ولسي جرگې غړي عبدالرحيم ايوبي، چي د قومي مشرانو يوې پراخي غونډي ته خبري کولې وويل ، چې:

کندهار والي داکتر توريالى ويسا او د هغه ټول سکتوري رييسان په خپلو کارونو کې پاته راغلي او ډېرو کسانو اساسي قانون تر پښو لاندي کړى او له خپل واک څخه يې ناوړه گټه پورته کړې ده.

د ولسي جرگې غړيو او قومي مشرانو د افغانستان له ولسمشر حامدکرزي څخه وغوښتل، چي کندهار ته دې پاملرنه زياته کړي او په فساد اخته کسان دې له دندو گوښه کړي.

هغوي گواښ کړى که غوښتونو ته يې پام ونه شي؛ نو په لاريونونو به لاس پوري کړي.

ښاغلي ايوبي ولسمشر ته په خطاب کي وويل، چې له وسلوالو طالبانو څخه د اساسي قانون د منلو غوښتنه کوي ولې يې لومړى له خپلي ادارې څخه د منلو غوښتنه نه کوي.

د ده په وينا، په کندهار کې تر ټولو فاسده اداره موجوده ده او اساسي قانون يې هم تر پښو لاندې کړى دى.

د کندهار والي مرستيال عبدالقديم پتيال وايي، چې:

تر ډېره ځايه د خلكو غوښتونو ته مثبت ځواب ويل شوى، خو بيا به هم د ولايتي ادارې د ټولو رييسانو او نظامي ارگانونو په گډون يوه پراخه غونډه راوبلل شي او خلك به له هغوى مخامخ خپلي پوښتنې مطرح کړي.

بايد وويل شي، چي له دې وړاندې د ولسواليو اوسيدونکيو هم  د کندهار ولايتي اداره ولسواليو ته په نه پاملرنه تورنه کړه وه؛ خو ولايتي چارواکي ټول مسوولیت پر مرکزي ادارې اچوي، چي دوى ته امکانات په واک کي نه ورکوي.

په کندهار کی د فساد په وړاندی نوې څرگندونې په داسې حال کی راپورته کیږي، چی په دې ولایت کې اوس مهال دومره کارونه ندي شوي څومره، چی یې چارواکي یادونه کوي.

Trending

Exit mobile version