سیمه ییز خبرونه

په كندوز كې د ناتو هوايي ځواكونو مرگ و ژوبله رامنځته كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندوز سيمه ييز چارواكي وايي:

د چارشنبې په شبه د دغه ولايت د چټك غبرگون ځواكونو په عملياتو كې، چې  د بهرنيو ځواكونو په همكارۍ تر سره شوي، څلور طالبان او دوه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د كندوز ولايت په سل كيلو مترۍ كې د خواجه غلتان ولسوالۍ اوسيدونكي ادعا كوي، چې څلور وژل شوي كسان ولسي وگړي دي.

دوى د اعتراض په توگه كندوز ولايت ته راغلي، چې ولې د شپې په عملياتو كې ولسي وگړي ووژل شي.

اعتراض كوونكي وايي:

وژل شوي څلور كسان ولسي وگړي دي. د افغان ولسمشر حامد كرزي او بهرنيو ځواكونو تر منځ د تړون پر بنسټ د شپې عمليات بند شوي ول؛ خو بيا يې هم اوړمه شپه څو كسه ووژل.

د كندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي:

د چټك غبرگون د ځواكونو دغه عمليات څلور گړۍ روان ول، چې په كې د ولسمشر د سپارښتنې خلاف له بهرنيو كواكونو څخه د مرستې غوښتنه شوې ده.

نوموړي زياتوي، چې په دې عملياتو كې يو بهرنى سرتېرى هم  ټپي شوى دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند حسيني وايي:

دغه عمليات د كندوز ولايت د خواجه غلتان په سيمه كې د طالب ملا ولي د نيولو په موخه پيل شول، چې په نښته كې د ملا ولي څلور ملاتړي وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښته كې د چټك غبرگون دوه تنه پوليس هم وژل شوي دي.

حسيني ټينگار كړى، چې په عملياتو كې وژل شويو مخالفينو د كندوز ولايت پر پوځي سيمو د بريدونو موخه درلوده.

د نوموړي په وينا، پوليسو ته سپارښتنه شوې، چې د ترسره شويو عملياتو په تړاو د شنبې تر ورځې(د كب ۵) بشپړ گزارش جوړ او څېړنو ته وړاندې شي، چې د اعتراض كوونكيو غوښتنو ته ځواب وويل شي.

Trending

Exit mobile version