سیمه ییز خبرونه

په كندوز كې ۷ ماين جوړوونكيو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په شمال كې د پوليسو چارواكي وايي:

د كندزپه چاردره او ارچي ولسواليو كې د ځانگړيوعملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه ماهرين وژل شوي او پېنځه نورنيول شوي دي.

په شمال كې د ۳۰۳ پامير زون كوماندان جنرال بابه جان وايي:

په تېره يوه مياشت كې د طالبانو له پنځوس ډېر كليدي كسان وژل شوي دي.

جنرال بابه جان وايي:

په تېره يوه مياشت كې د طالبانو له پنځوس ډېر كليدي كسان، چې هر يوه يې د يوې ډلې مشري كوله او يا هم ماهرماين جوړوونكي ول، وژل شوي دي.

په دې وروستيو كې د كندز په چاردره او ارچي ولسواليو كې قاري ذاكر او قاري عزت، چې هر يوه د ماين جوړولو لوړمهارت درلود، وژل  شوي او د طالبانو د ډلې پېنځه نوركسان نيول شوي دي.

جنرال بابه جان زياته كړه، چې:

په تېره يوه مياشت كې د ازبكستان د اسلامي تحريك څلورمهم غړي په بلخ ولايت كې او د طالبانو د نومول شوي والي په گډون درې مهم غړي په فارياب ولايت كې وژل شوي او يا نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا:

په وروستيو مياشتو كې د سولې له بهيرسره د وسله والو مخالفينو د يو ځاى كيدو لړۍ هم د قناعت وړ وه.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كلونو كې ناامني د افغانستان شمال ته پراخه شوې او د رسنيو لپاره د هېواد دا سيمه تقريبا هره ورځ خبرجوړونكې ده.

Trending

Exit mobile version