سیمه ییز خبرونه
په كونړ كې د مولينا فضل الله د شتون ادعا رد شوه
د کونړ چارواکو د پاکستانيو چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې د سواتي طالبانو كوماندان مولينا فضل الله په کونړ کې ميشت دى.
د کونړ والي وايي:
وسله وال مخالفين د پولې له هغې غاړې را اوړي او پر افغان او بهرنيوځواکونو بريدونه کوي.
د مولينا فضل الله وياند هم د نوموړي شتون په کونړ کې رد کړى او زياتوي، چې:
دوى د ديورند كرښې د لر غاړې په هغوسيمو کې ميشت دي، چې د پاکستان حکومت پرې د څارنې وس نه لري.
د کونړپرسرحدي سيمو د پاکستانيو ځواکونو د ٧٢ توغنديزو بريدونو له كبله درې تنه ولسي وگړي ټپيان شوي دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د پاکستانيو چارواکو هغه ادعاوې ناسمې وبللې، چې د سواتي طالبانو مشرمولينا فضل الله په کونړ کې ميشت دى.
وحيدي زياتوي:
دا د پاکستان د استخبارتي ادارې ډرامه ده او د نړيوالو په سترگو کی شگی اچول دي.
د نوموړي په وينا نړيوال اوس په دې پوهيږي، چې وسله والې ډلې چېرته مرکزونه لري او د چا لخوا روزل کيږي.
د کونړوالي وايي پاکستانيو پوځيانو په تېرو څيريشت ساعتونو کې پر دانگام او سرکاڼو ولسواليو ٧٢ توغندي ويشتلي، چې درې ولسي وگړي يې ټپيان کړي دي.
د سواتي طالبانو وياند سراج الدين وايي:
موږ او ملگري مو د پولې اخوا د باجوړ په سالارزو کې مرکزونه لرو او له هماغه ځايه خپل فعاليتونه تنظيموو.
په همدې پلمه د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستانيو ځواکونو پرله پسې توغنديز بريدونه اوس هم دوام لري.
د کونړ پرپېنځه سرحدي ولسواليو د پاکستاني ځواکونو د بريدونو شپږ مياشتې پوره کيږي، چې د راکټونو شمېر يې له شپږ زرو اوښتى؛ خو د دغو بريدونو د بندولو لپاره د افغان دولت ديپلوماتيکو هڅو کومه پايله نه ده ورکړې.