Connect with us

نړۍ

په لبنان کې د حزب الله لوړپوړی قومندان ووژل شو

خپور شوی

د

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ په لبنان کې د حزب الله جګپوړی قومندان وسام الطویل د اسرائیلو په برید کې ووژل شو.

په لبنان کې یوې سرچینې ویلي، ویسام تاویل د حزب الله د رضوان د ځانګړو ځواکونو قومندان و.

ویسام الطویل هغه مهال ووژل شو، چې د لبنان د سویل په یوه کلي کې د هغه پر موټر برید وشو. په دغه برید کې د حزب الله یو بل غړی هم وژل شوی دی.

د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له پراخ برید وروسته په لبنان کې د اسرائیلو پر بمبارد د حزب الله له ۱۳۰ ډېر غړي وژل شوي دي.

دا د اسرائیلو او ایران تر ملاتړ لاندې حزب الله تر منځ له  ۲۰۰۶ کال راپدیخوا تر ټولو خونړی برید دی.

حزب الله د اسرائیلو پر پوستو د راکټونو او نورو وسلو ډزې کړي او اسرائیلو پرې  هوایي او توپچي بریدونه پیل کړل.

د راپورونو له مخې، د پولې دواړو غاړو ته په لسګونه زره خلک تښتیدلي او ورسره د پراخې جګړې اندېښنې رامنځته شوې دي.

حزب الله ويلي؛ د اسرائیلو پر ضد یې د اوسني کمپاین موخه د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو ملاتړ  دي. د حزب الله او اسرائیلو تر منځ جګړه تر ډېره د لبنان او اسرائیل پولې ته په څېرمه سیمو کې شوې ده.

د اسرائیلو له‌خوا سمدستي کومه تبصره نه‌ده شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله تېره اوونۍ په دوه تلویزوني ویناوو کې اسراییلو ته د جګړې نه‌کولو خبرداری ورکړ او څرګندوي: څوک، چې له مونږ سره د جګړې فکر کوي  په یوه کلمه کې؛ هغه به پښېمانه شي.

نړۍ

ترمپ: امریکا اورانیوم غنی‌شده را از ایران دریافت خواهد کرد

ایران تا کنون بیش از ۹۰۰ پوند (۴۰۸کیلوگرام) اورانیوم غنی‌شده را تحویل نداده است.

Published

on

دونالد ترمپ، رئیس‌جمهور ایالات متحده، روز چهارشنبه گفته است که امریکا در چارچوب تلاش‌ها برای رسیدن به توافق با ایران، اورانیوم غنی‌شده از این کشور را دریافت خواهد کرد.

ترمپ هنگام ترک یک مراسم در قصر سفید به خبرنگاران گفت: «ما آن را دریافت خواهیم کرد.» این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که دو کشور هنوز در تلاش برای رسیدن به توافق نهایی در مورد پایان تنش‌ها در منطقه هستند.

بر اساس گزارش‌ها، یکی از اهداف اصلی واشنگتن در فشارهای نظامی و سیاسی بر ایران، جلوگیری از دست‌یابی تهران به سلاح هسته‌ای عنوان شده است. ایران تا کنون بیش از ۹۰۰ پوند (۴۰۸کیلوگرام) اورانیوم غنی‌شده را تحویل نداده است.

Continue Reading

نړۍ

ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بې‌وسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.

ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونه‌کړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading

نړۍ

سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسله‌وال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

Published

on

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه‌دي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.

دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نه‌دی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!