نړۍ
په لبنان کې د حزب الله لوړپوړی قومندان ووژل شو
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ په لبنان کې د حزب الله جګپوړی قومندان وسام الطویل د اسرائیلو په برید کې ووژل شو.
په لبنان کې یوې سرچینې ویلي، ویسام تاویل د حزب الله د رضوان د ځانګړو ځواکونو قومندان و.
ویسام الطویل هغه مهال ووژل شو، چې د لبنان د سویل په یوه کلي کې د هغه پر موټر برید وشو. په دغه برید کې د حزب الله یو بل غړی هم وژل شوی دی.
د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له پراخ برید وروسته په لبنان کې د اسرائیلو پر بمبارد د حزب الله له ۱۳۰ ډېر غړي وژل شوي دي.
دا د اسرائیلو او ایران تر ملاتړ لاندې حزب الله تر منځ له ۲۰۰۶ کال راپدیخوا تر ټولو خونړی برید دی.
حزب الله د اسرائیلو پر پوستو د راکټونو او نورو وسلو ډزې کړي او اسرائیلو پرې هوایي او توپچي بریدونه پیل کړل.
د راپورونو له مخې، د پولې دواړو غاړو ته په لسګونه زره خلک تښتیدلي او ورسره د پراخې جګړې اندېښنې رامنځته شوې دي.
حزب الله ويلي؛ د اسرائیلو پر ضد یې د اوسني کمپاین موخه د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو ملاتړ دي. د حزب الله او اسرائیلو تر منځ جګړه تر ډېره د لبنان او اسرائیل پولې ته په څېرمه سیمو کې شوې ده.
د اسرائیلو لهخوا سمدستي کومه تبصره نهده شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله تېره اوونۍ په دوه تلویزوني ویناوو کې اسراییلو ته د جګړې نهکولو خبرداری ورکړ او څرګندوي: څوک، چې له مونږ سره د جګړې فکر کوي په یوه کلمه کې؛ هغه به پښېمانه شي.
