تازه خبرونه
په لغمان کې امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي- ولایتي شورا
وسلوال طالبان هڅه کوي له دې لارې کابل ته ځان نږدې او ارګ ته سرخوږی جوړ کړي.
د لغمان استوګن قومي مشر شکرالله نیازی وايي، دمګړۍ د دولت شاه، الینګاراو بادپښ ولسوالیو انګړونه له حکومت سره دي او پر نورو ډېرو سیمو یې وسلوال طالبان واکمن دي.
د مهترلام استوګن عبدالله وايي، په مرکز مهترلام ښار کې هم د وسلوالو طالبانو خوځښتونه زیات شوي او په ځینو سیمو کې وقفوي نښتې کیږي.
د لغمان ولایتي شورا غړی عتیق الله لغمانی وايي، دغلته حالت ورځ تر بلې خرابیږي.
د لغمان دغه استوګن وایي، د حالاتو د کابو کولو له پاره یې په ځینو برخو کې له مرکزي حکومت غوښتنې کړي؛ خو منل شوې نه دي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ناامنیو پخلی کوي؛ خو وايي، جدي نه دی.
دی زیاتوي، د امنیت د ټنګښت له پاره اقدامات چټک شوي او په ځینو سیمو کې د نویو سرتېرو د ځای پرځای کولو پرېکړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د یک شنبې په ورځ هم په مرکزمهترلام ښارکې وسلوالو طالبان د دې ولایت د سیمه ییزو پولیسو قومندان صمد وژلی او د هغه دوه ساتونکي یې پټیان کړي.
تېره اوونۍ په یوه چاودنه کې د دې ولایت د ولایتي شورا ریس سخت ټپي شو او دوه ساتوونکي یې ووژل شول.
د لغمان ولایت د استوګنو په ینا؛ د امنیتي چارواکو تر منځ د همغږۍ نشتوالی او د ځانګړیو ګټو وټو په سر اختلافات د دې لامل شوي، چې د ولایت امنیتي حالات ورځ تر بلې خراب شي.
خبریال: رحمت الله زیارمل