تازه خبرونه
په لغمان کې د محبس مدیر له چاودنې ټپي او درې کسان وژل شوي
(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۳۹۹)
د لغمان د محبس مدیر د شنبې سهار مهال د ځای پرځای شوي چاودیدونکي توکو له چاودنې ژوندی پاتې شو؛ په داسې حال کې چې درې ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د شنبې پر ورځ لس نيمې بجې د لغمان د محبس مخې ته د محبس پر مدير چاودنه شوې.
هغه زیاته کړې، چاودېدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وه او د ريموټ په واسطه چاودنه ورکړ شوې.
دولتزى وايي، په پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د محبس مدير او د هغه څلور ساتوونکي ټپيان دي.
تراوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه ندى اخېستى.