تازه خبرونه

په لغمان کې له ترافيکي پېښې ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د لغمان چارواکو ويلي، د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې د شنبې پر ورځ د یوه موټر د چپه کېدو له کبله اووه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دغه ولايت د والي وياند سلامت خان ويلي، دغه پېښه د دې ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرکندونو له مخې؛ دغه سرف ډوله موټر یوه سیمه ییز کلینیک ته پر لاره و، چې له سړکه واوښت او چپه شو.

هغه زیاته کړې، په وژل شویو کسانو کې یو سړی او یوې ښځه په ګډون دوه داکتران هم شته دی.

سلامت خان وایي، ټپيان د درملنې په موخه کلينيک ته لېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version