تازه خبرونه
په لغمان کې له دوه ترافیکي پېښو ۳۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: زمری ۹, ۱۴۰۰)
د لغمان ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله ۲۰ کسان مړه دي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د لغمان والي وياند اسدالله دولت زي ويلي؛ تېره شپه ناوخته د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند په نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچه موټر د ټکر له کبله ۸ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دولتﺯى وايي: په ټپیانو او مړو کې مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي.
دغه راز نن سهار د لغمان قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیز خان کڅ په اړوند سیمه کې د یوې ټوډي او دوه سراچه ډوله موټرو د ټکر له کبله ۱۲ کسان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان دي.
دولتﺯي زیاته کړې؛ دواړه پېښې د موټر چلوونکیو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوي دي.