سوداگري
په لويو لارو کې په عیرقانوني توگه د سوداگرو له مالونو پيسي اخستل كيږي
د سوداگرۍ خوني چارواکي وايي، چي په لويو لارو کې په عیرقانوني توگه د سوداگرو له مالونو پيسي اخستل كيږي او سوداگرو ته يېگڼي ستونزې رامنځته كړي دي.
د اسلم حجاب د رپوتله مخې؛ ملِ سوداگرحاجي صمد د كورنيو چارو له وزارت څخه غواړي، چي كه د دې پيسواخیستنې مخه ونه نيول شي، نو د وی به په نورو هېوادونوكې خپله پانگونه وكړي.
د سودگرۍ خونې دعامه اړيكو مسوول هاشم رسولي مني، چي دې لړۍ بشبړ زوراخستی دی.
د نوموړي په وینا، په ځلونو يي له اړوند ادارو سره دغه خبره شريكه كړي؛ خو پايله يې نده وركړې او په غيرقانوني توگه پيسي اخیستل کيږي او شخصي جيبونو ته ځي.
دكورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال نجيب الله دانش هم دغه ستونزې مني؛ خو وايي، كشفي ارگانونو ته يې دنده سپارلې، چې دغه کسان په سزاورسوي.
دغه سوداگر د دي ټولو ستونزو لامل د ټاكنو د پروسي اوږديدل بولي>
دوي وايي، كه دغه بهیر دومره نه وای غزيدلي؛ نو ښايي د دوي په وړاندي هم دا روانې ستونزې رامنځته شوېنه وای او په لسگونه افغان سوداگرپه گاونډ هېوادونو كې كارونو ته زړه نه وای ښه کړی.
سوداگري
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت هرات ولایت ته د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو د اتحادیې د مشر پر مشرۍ د یوه پلاوي له سفر څخه خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړي، چې د ترکمنستان د دې پلاوي د سفر موخه د سوداګرۍ توازن، سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ، د ودانیزو توکو په ځانګړي توګه د مرمر او سیخ د صادراتو په اړه د افغانستان د وړاندیز ارزول، د سوداګرۍ او ټرانزیټ وده او پراختیا، د دواړو هېوادونو له چارواکو او د خصوصي سکټور له فعالانو او له سوداګریزو او صنعتي سیمو لیدنه ده.
د دې پلاوي دغه سفر؛ ترکمنستان ته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي له سفر وروسته، چې د افغان – ترکمن د سوداګریزو اړیکو د لومړي کنفرانس د پرانیستلو او له افغانستان څخه د ودانیزو توکو په ځانګړي توګه د مرمر او سیخ د صادرولولو په اړه، ترسره شوی دی.
سوداگري
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ایران ته سفر کړی
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند نن ـ پنجشنبه د غویی دیارلسمه ويلي، چې د دغه وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي د یوه اقتصادي او سوداګریز پلاوي پر مشرۍ د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته تللی دی.
عبدالسلام جواد آخوندزاده وايي؛ د نورالدین عزیزي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د بهیر اسانولو په غونډه کې ګډون او د سیستان ولایت پر محوریت د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کول دي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ویاند د څرګدونو له مخې؛ عزیزي له ایراني چارواکو سره د چابهار له لارې د ټرانزیټ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
جواد آخوندزاده ویلي؛ افغان پلاوي د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له چارواکو سره د چابهار له لارې د ټرانزیټ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او څرګندوي؛ په دې برخه کې ننګونې شته، چې باید حل شي.
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند وايي، نورالدين عزيزي له ايراني چارواکو سره د بيو راټيټولو، په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو لپاره د ځمکې پر ټاکلو، د مالونو د لېږد – رالېږد لپاره د امتيازي او ځانګړې لارې پر ټاکلو او د اوسپنې پټلۍ د اسانتياوو په اړه خبرې کړې دي.
جواد آخوندزاده زیاته کړې: په دې وروستيو کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او د چابهار لارې د ټرانزيټ د پياوړتيا په موخه به د ولايتونو پر کچه يوه ګډه تخنيکي کمیټه جوړوي او مسايل به د مرکزي کمیټې له لوري تعقيبوي.
د خصوصي سکټور غړي وايي، چې په هېواد کې ورځ تربلي اقتصادي فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي او دا سفر کولی شي افغان خصوصي سکټور ته د دې زمینه برابره کړي، چې له چابها ر بندر څخه افغان سوداګر صادارت ډېير کړي.
د افغانستان د کانونو ملي کمیټې رییس منصور احمدزي ویلي: مونږ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي دغه سفر د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګڼو او هیله لرو، چې له دې سره افغان صنعتکاران د چابهار له لارې صادارت پیل کړي.
ویل کیږي، چې په دې وروستيو کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د سوداګرۍ د پراختيا او د چابهار له لارې د ټرانزيټ د پياوړتيا لپاره به د ولايتونو پر کچه ګډه تخنيکي کمیټه جوړه او مسايل به حل کوي.
سوداگري
ازبکستان قراردادهای صادراتی به ارزش ۴۴ میلیون دالر با افغانستان امضاء کرده است
ازبکستان قراردادهای صادراتی به ارزش ۴۴ میلیون دالر را با افغانستان امضا کرده است. رسانههای ازبکستانی گزارش داده اند که تاشکند با امضای قراردادهای صادراتی جدید، میخواهد قراردادهای تجاری و صادراتی بیشتری با افغانستان امضاء کند.
بر بنیاد این گزارش، این قراردادها در جریان سفر سه روزه تاجران افغان به تاشکند امضاء شدهاند.
اتاق تجارت و سرمایهگذاری ازبکستان گفته است، دو کشور همچنان در حال برنامهریزی برای تشکیل یک شورای تجارت مشترک اوزبیکستان-افغانستان اند که ۱۸ شرکت افغانی عضویت این شورا را خواهد داشت.
افغانستان در حال حاضر سالانه به ارزش ۷ میلیارد دالر کالا وارد میکند که بخش بزرگ آن از ازبکستان و یا از طریق ازبکستان وارد می شود.
درهمین حال، به باور آگاهان ظرفیتهای بیشتری برای افزایش همکاریهای تجارتی میان دو کشور وجود دارد.
پیشتر یک هیأت بلند پایه ازبکستان به رهبری وزارت خارجه آنکشور به کابل سفر کرده بود و در این سفر مقامهای بلند پایه دو کشور تعهد سپردند که همکاریها گسترش میدهند.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه22 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه13 hours ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول