تازه خبرونه

په لوګر کې د شاخ قند کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت څرګنده کړې، په لوګر ولایت کې د څه باندې ۴۶ زره امریکایي دالرو پر ارزښت د شاخ قند کانال د جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه کانال د جوړېدو چارې نن دوشنبه ( د زمري ۲ )د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سفید سنګ د نوآباد په اړوند سیمه کې د دې ولایت د سیندیزې حوزې د رییس محمد اسماعیل آخوندزاده، د کرنې او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي، د مالدارۍ او کرنې رییس میر محمد هاشم سادات، د محمداغې د ولسوال او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوې.

ياده شوې ۱۲۰۰ متره اوږده پروژه د ریشه‌ی صلح موسسې پر مالي مرسته د لوګر د سیندیزې حوزې او د کرنې او مالدارۍ رياست تر څارنې لاندې پلې کېږي، چې له بشپړېدو سره به يې ۴۶۵ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.

Trending

Exit mobile version