سیمه ییز خبرونه

په لوگر كې د تښتول شوي ثابت د خلاصون عمليات چټك شول– محمد ظاهر

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کابل امنیه كوماندانۍ د جنايي جرمونو څېړلو رييس محمد ظاهر وايي، چې:

د تښتوونكيو له منگولو د هېواد د پخواني لوى څارانوال عبدالجبار ثابت د خلاصولو په خاطر په لوگر، كابل او ميدان وردگو ولايتونو كې عمليات پيل شوي دي.

پخوانی لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د پنجشنبې په ورځ(د تلې ۱۴) د ماسپيښين په درې بجو د چهارآسیاب ولسوالۍ د سقاوې دښتې په سیمه كې هغه وخت د نامعلومو وسله والو لخوا وتښتول شو، چې نوموړي له خپلو ځمکو او کروندو لیدنه کوله.

د كابل ولايت د امنيه كوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د څېړنو رييس محمد ظاهر وايي، چې:

د پنجشنبې له درې بجو بيا د شپې تر يوولسو بجو امنيتي ځواكونو د تښوونكيو د موندلو لپاره عملياتو ته دوام وركړاو دا په ډاگه شوه، چې پخوانى څارنوال ثابت تښتوونكيو د لوگر ولايت له لارې ميدان وردگو ته ليږدول شوى او اوس دوى په كابل ، لوگر او ميدان وردگو  ولايتونو كې عمليات چټك كړي دي.

محمد ظاهروايي:

معلومه نه ده، چې ثابت چا  تښتولى، خو كيداشي  وسله والو طالبانو تښتولى وي.

نوموړى دا هم وايي،  چې:

په سيمه كې د ځمكو پرسرهم ستونزې موجودې دي، چې امكان لري  ثابت له وسله والو پرته بل چا تښتولى وي؛ خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له آريانا راډيو- ټلويزيون سره په خبرو كې د ثابت د تښتولو په اړه بې خبري څرگنده كړې؛ خو وايي، چې په دې اړه يې څېړنې پيل كړي دي.

د ميدان وردگو ولايت امنيتي مسوولين هم وايي، چې:

دوى هغه لارې تر څار لاندې نيولي، چې د لوگر له ولايت څخه ميدان وردگو ته ورغلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version