نړۍ
په ماریوپل کې دې اوکرایني ځواکونه تسلیم شي – روسیه
(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۱)
د یکشنبې پر ورځ د روسیې دفاع وزارت له اوکرایني ځواکونو وغوښتل، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دې وسلې پر ځمکه کېدي.
روسیې ادعا کړې، چې د دوی ځواکونو د ماریوپول ښاري سیمه پاکه کړې ده. که دا څرګندونې په خپلواکه توګه تائید نشي؛ نو دا به لومړی لوی ښار وي، چې د فبرورۍ له څلیریشتمې راپدیخوا د روسیې ځواکونو لخوا سقوط کوي.
د ماریوپل بشپړ نیول به روسیې ته دا واک ورکړي، چې کریمیه ته یو ځمکني پل جوړ کړي او د ازوف سمندر ټوله شمالي څنډه تر څارنې لاندې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ روسي ځواکونو د اوکرین پر مرکز او نورو اړوند سیمو هوایي بریدونه کړې دي.