تازه خبرونه
په مانش کانال کې د کښتۍ د ډوبېدو له کبله شپږ افغان کډوال مړه شوي
فرانسوي چارواکو څرګنده کړی، چې لږ تر لږه شپږ افغان کډوال د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله مړه شوي، چې غوښتل یې له فرانسې څخه بریتانیا ته د مانش کانال له لارې تېر شي.
د فرانسې د ساحلي ښار بولون د څارنوالۍ مرستیال فیلیپ سباتیه د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي؛ ټول شپږ تنه قربانیان افغانان ول، چې ګومان کیږي شاوخوا ۳۰ کاله عمرونه یې لرل.
هغه زياته کړې، چې پاتې نور کډوال نږدې ټول افغان او يو شمېر سودانيان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ۴۹ کسان ژغورل شوي دي.
د فرانسې ساحلي چارواکو هم ویلي، چې یو شمېر مهاجر ورک دي. د دغو کسانو شمېر له ۵ څخه تر ۱۰ کسانو پورې ښودل شوی دی.
درې فرانسوي کښتۍ، یوه چورلکه او یوه الوتکه له دوه بریتانوي کښتیو سره یوځای د فرانسې د شمال د سانګات په اړوند سیمه کې د لټون عملیات کوي.
د مهاجرینو لېږدوونکې یوه کښتۍ شنبه پر سیمهییز وخت د سهار پر دوه بجو ( د زمري ۲۱) د فرانسې په شمالي ساحل کې ډوبه شوه.
د قربانیانو هیڅ یو هم نهدی پېژندل شوی؛ ځکه، چې ډېرو له اسنادو پرته سفر کاوه.
د فرانسې او بریتانیې تر منځ د مانش کانال په نړۍ کې د کښتیو یو له بوختو بار وړونکیو لارو څخه دی. په دې کانال کې څپې ځواکمنې او د کوچنیو کښتیو د تېرېدو لپاره خطرناک دی.
د فرانسې خبري سرچینې په راپور کې راغلي؛ د بریتانیا د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۸ ز. کال راپدیخوا څه باندې سل زره کډوال په کوچنیو کښتیو کې له فرانسې څخه د انګلستان سویل ختیځ ته له مانش کاناله راتېر شوي دي.
