تازه خبرونه

په ماهيپر کې له ترافیکي پېښې ۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۲)

د ټولګټو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ تېر ماښام (شنبه د کب نولسمه) د کابل- جلال‌آباد پر لویه لار د ماهیپر په اړوند سیمه کې یو موټر له څارنې ووت، چې د چپه کېدو پر مهال یې له غره څخه پر سړک وړې او غټې ډبرې هم راوښویېدې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ياده لويه لار له دې پېښې وروسته د لنډې مودې لپاره وتړل شوه، چې بیا بېرته پرانيستل شوه.

Trending

Exit mobile version