بلخ @ps
په مزارشريف ښار کې د يوې چاودنې له کبله ۶ کسان ټپيان شول
(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۱)
د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف اوسیدونکيو ويلي، چې نن (چارشنبه د سنبلې دوه يمه) د يوې چاودنې له کبله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د بلخ د عامې روغتيا مشر نجيب الله توانا وايي، چې له دې پېښې شپږ ټپيان د بلخ روغتون ته لېږدول شوي دي.
نجیب الله توانا د ټپیانو روغتیايي وضعیت ډاډمن بولي؛ خو وايي، چې یو تن ټپي خپله پښه له لاسه ورکړې ده.
دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۱:۳۰ د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
دغه راز د بلخ ولایت د امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري ويلي؛ په دې پېښه کې یوازې هغه کس، چې غوښتل يې چاودېدونکي توکي ولېږدوي ټپي شوى دى.
د محمد آصف وزیري د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې ملکي وګړیو ته کوم زیان ندی اوښتی.