بلخ @ps
په مزا رشریف ښار کې د آلمان پر قونسلګرۍ د ډله ییز برید د تلفاتو شمېر۶ کسانو ته ورسید
تېره شپه په مزا رشریف ښار کې یو موتر بمب چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي او له ۱۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
چاودنه هغه وخت رامنځته شوه، چې وسلوالو طالبانو یو موتر بم په دې ښار کې د آلمان د قنسلګرۍ له دیوال سره وجنګاوه.
ځايي اوسیدونکي وایي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او له کبله يې د ډېرو ودانیو ښيښې ماتې شوې دي. د بلخ ولایت ملکي روغتون مشر داکتر نورمحمد فیض، خبري آژانسونو ته ویلي؛ ډېر کسان د ماتو شویو ښیښو په ټوټو ټپيان شوي دي.
طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي، چې هغه یې په کندز ولایت کې د وروستي برید پر وړاندې د غچ اخیستلو په موخه ترسره کړی دی.
د وروستیو څرګندونو له مخي د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی او دوه نور موترسایکل سپاره له پښو غوزیدلي دي.
آلمان هغه هېواد دی، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې یې څه ناڅه ۸۰۰ پوڅیان په دې ولایت کې ځای په ځای شوي دي.