تازه خبرونه

په مسلکي بستونو کې د نامسلکي کسانو ټاکل دردونکې او خواشینوونکې ده

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون له نویو فارغ شویو زدکړیالانو وغوښتل، چې له ستونزو سره مقابله وکړي او له هېواده ونتښتي.

د کورنیو چارو وزیر د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون فارغانو ته د وینا پر مهال د دولتي ادارو په مسلکي بستونو کې د نامسلکي کسانو پر ګومارنې نيوکه کړې او دا يې دردونکې او خواشینوونکې وبلله.

سراج الدین حقاني وایي: دا زما لپاره یو دردناک خبر دی، چې مسلکي بستونو ته نامسلکي شخص ورځي؛ ځکه، نو له تاسې غوښتنه کوم، چې له هېواد سره د مینې او له حکومت سره د همکارۍ په خاطر یووالی او اتفاق وساتئ، چې ستونزې اوارې شي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: دا د ده لپاره د نهیلۍ خبره ده، چې په حکومت کې ځوانانو ته مناسب کاري فرصتونه ندي برابر شوي، خو له ځوانانو غواړي، چې له ستونزو سره مقابله وکړي او له هېواده د تېښتې لاره خپله نه کړي.

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د نوي حکومت له جوړېدو راپدیخوا تل داسې نیوکې کېږي، چې په دولتي ادارو کې مسلکي کسانو ته لږ فرصت برابر شوی او د ځوانانو او ښځو ونډه پکې پیکه ده. سیاسي شنونکی سید مقدم امین په دې باور دي: هر څومره، چې په دولتي ادارو کې مسلکي کسان وګومارل شي، په همغه کچه به خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې شي او د خلکو او دولت ترمنځ د واټن رامنځته کېدو مخه به ونیول شي.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، چې په دولتي ادارو کې سلګونه زره پخواني دولتي کارکوونکي دندې ترسره کوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې یو لوړ پوړی دولتي چارواکی د دولتي ادارو په مسلکي بستونو کې د نامسلکي کسانو پر ګومارلو نیوکه کوي.

Trending

Exit mobile version