تازه خبرونه
په مسکو کې د افغانستان سفارت یوه پلاوي د افغان بندیانو د ستونزو د حل لپاره بېلاروس ته سفر وکړ
دې سفارت نن( یکشنبه د وږي دوهيمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د حافظ عبدالله یاسر پر مشرۍ یې یو پلاوی د بېلاروس جمهوریت ته لېږلی، چې د دې هېواد په زندانونو کې له افغان بندیانو سره وګوري.
په مسکو کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د دې سفارت یوه لېږل شوي پلاوي په بېلاروس کې له افغان بندیانو سره ولیدل.
دې سفارت نن( یکشنبه د وږي دوهيمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د حافظ عبدالله یاسر پر مشرۍ یې یو پلاوی د بېلاروس جمهوریت ته لېږلی، چې د دې هېواد په زندانونو کې له افغان بندیانو سره وګوري.
دې پلاوي د خپل سفر په بهیر کې د بېلاروس له یو شمېر چارواکو سره لیدلي او د افغان بندیانو ستونزې یې ارزولې دي.
دې پلاوي ویلي، چې له دې لیدنو څخه هدف د بندیانو د وضعیت ارزول او هېواد ته یې د لېږد پر لارو خبرې کول دي.
که څه هم په هېوادونو کې د بندیانو شویو افغانانو په اړه کره شمېر نشته؛ خو له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې په تېرو څلور کلونو کې سلګونه افغان بندیان د متحده عربي اماراتو، پاکستان او ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو له زندانونو خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي.