تازه خبرونه
په مسکو کې پر ځمکه د افغان ماشوم له ویشتلو وروسته بیلاروسي سړی ونیول شو
دغه ماشوم، چې یزدان نومیږي او ۱۸ میاشتې دی؛ په ایران کې له بریدونو وروسته له خپلې مور سره روسیې ته راغلی و.
د مسکو په شرمیتوا نړیوال هوایي ډګر کې پر ځمکه د یو افغان ماشوم له ویشتلو وروسته بیلاروسي سیلاني نیول شوی دی.
دغه ماشوم، چې یزدان نومیږي او ۱۸ میاشتې دی؛ په ایران کې له بریدونو وروسته له خپلې مور سره روسیې ته راغلی و.
د بریټانوي ورځپاڼې ډیلي میرور د څرګندونو له مخې؛ دغه ماشوم اوس د کوپړۍ د ماتېدو او د ملا د زیانمنېدو له کبله په کوما حالت کې دی.
مجرم ۳۱ کلن ولادمیر ویتکوف نیول شوی او د ماشوم د “وژنې پر هڅه” یې اعتراف کړی دی.
د امنیتي کیمرو انځورونه ښیي، چې ویتکوف ماشوم پورته کوي او پر ځمکه یې سخت وهي.
د مسکو د ماشومانو د حقونو کمیسیون مشرې، کسنیا میشونووا هغه د “مخدره توکو د روږدی شیطان” په توګه یاد کړ او د سختې سزا غوښتنه یې وکړه.
هغې ویلي: “هغه باید د ژوند تر وروستس سلګۍ د سخت کار پر سزا محکوم شي.”
د راپورونو له مخې؛ ویتکوف په مصر کې د اټومي انرژۍ په یوه پروژه کې د مخدره توکو او الکولو له مثبتې ازموینې وروسته له دندې ګوښه شوی او د مسکو له لارې کور ته روان و.
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي دا پېښه “په بشپړه توګه غیر انساني” وبلله.
هغه ویلي، چې په پیل کې فکر کېده، چې دا د ایران ماشوم دی؛ خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا قضیه رسماً د افغانستان پورې اړه لري.
