نړۍ
په مصر كې څه ناڅه ۲۲۴ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده
د مصرلومړي وزير د تلې په ۱۸پر خلکو غږ كړى، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حسني مبارک له واکمنۍ وروسته، د خونړيو نښتو په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي اوڅه نا څه ۲۰۰ تنه زخمیان شوي دي.
د مصر لومړي وزيرپه خپلې ټلويزيونې وينا كې ويلي، چې:
د تاوتريخوالي داسې پېښې د حسني مبارک له واکمنۍ وروسته د ډیموکراسۍ پر لوري د مصر حرکت ته خڼډ پېښوي.
دا په داسې حاې كې ده، چې د قاهرې په مرکز کې تېره شپه پرگرځيدو بنديز اعلان شوی و ، خو د قبطي عیسویانو پریوه کلیسا د بريد له لامله سخت دریځو اسلامي ډلو د مصر د امنیتي ځواکونو پرضد اعتراض پيل كړاو دا اعترض وروسته پر تاوتريخوالي بدل شو.
رپوټونه وايي، چې:
پراعتراض کوونکيو پطرولي بمونه او کاڼي ور وویشتل شول، موټرو ته اورونه اچول شوي او گډوډۍ د تحریر تر څلور لارې ورسېدې.
دا په داسې حال كې ده، چې په مصر کې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د قبطي عیسویانو او مسلمانانو ترمنځ ناکرارۍ مخ په زیاتیدو دي.
