Connect with us

تازه خبرونه

په ممبي کې افغان جنرال قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سپارښتنې سره سم نن دوشنبه ( د لړم یوویشتمه ) په ممبي ښار کې افغان جنرال قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ.

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲۲, ۱۴۰۳
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د هندوستان هیواد په ممبي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ چارسمبالي قونسل اکرام الدین کامل ته سپارښتنه کړې، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر د افغان مهاجرینو، زده‌کړیالانو او سوداګرو د اړتیاوو د حل لپاره پیل کړي.
 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سپارښتنې سره سم نن دوشنبه ( د لړم یوویشتمه ) په ممبي ښار کې افغان جنرال قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ هغه هېوادوال، چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا پاسپورټونه نلري؛ کولی شي، چې د معتبرو اسنادو پر وړاندې کولو کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.

د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د خبرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن ( دوشنبه د لړم یوویشتمه ) افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو.

 د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل هم د یادې کونسلګرۍ دغه خبرتیا راخیستې ده؛ د هند په ممبي ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ ایکس پاڼه په دې وروستیو کې جوړه شوې ده.

په یوه بله لنډه لیکنه کې، چې پرون په همدې پاڼه کې خپره شوې؛ راغلي، چې په ممبي کې د افغانستان قونسلګري له دوشنبې څخه تر جمعې پورې ټولې کونسلي چارې ترسره کوي. 

دغه راز هندي رسنیو د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ممبي کونسلګرۍ ته استازی ټاکل شوی او دا مهال د ممبي په کونسلګرۍ کې کار کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی ډیپلوماټیک پاسپورټ نلري.

د راپورونو له مخې؛ د اسلامي امارت استازی اکرام الدین کامل پخوا په هند کې زده‌کړې کړې دي.

که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا کړنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د رسمي کولو لپاره يو مهم ګام وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هندي چارواکو یوه کوچنۍ “تخنیکي” ډله له څو میاشتو راپدېخوا په کابل کې د اړیکو د ښه کېدو هڅې کوي.

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

Published

on

د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امان‌الله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا پلې شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.

چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.

ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!