تازه خبرونه
په مونیخ کنفرانس کې د یو شمېر هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د افغان میرمنو پر وضعیت اندېښنه ښودلې
د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اندېښنه څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
دوی ټینګار کړی، چې د بشري حقونو خوندیتوب په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره یو بنسټیز شرط دی.
د البانیا، انډورا، بلجیم، بلغاریه، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیختن اشټاین، منګولیا، نډرلینډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې د جنسي ځورونې سیستماتیک چلند دې ودروي.
د دغو هېوادونو استازو د ښځو او نجونو وروستیو نیولو ته په نغوته کې د هغو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او د افغان میرمنو او نجونو د بنسټیزو حقونو د نوخدیتوب په اړه یې پخپلو ټینګو ژمنو ټینګار څرګند کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېر کال د مونیخ له کنفرانس راپدیخوا اسلامي امارت د بشري حقونو په ساتنه کې کوم پرمختګ نهدی کړی او د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې د اسلامي امارت سياستونو د افغانستان د خلکو يوه مهمه برخه له عامه او سياسي ژونده بې برخې کړې او د دغه هېواد راتلونکې يې له خطر سره مخ کړې دی.
دوی د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار بندیز، پر تګ راتګ بندیزونه، نیول او جبري ودونه د سیستماتیک تبعیض د څرګندو بېلګو په توګه یاد کړي دي.
په اعلاميه کې له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي، چې د بشري حقونو نړيوال قوانين مراعات کړي او ټولې هغه پرېکړې لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو حقوق محدودوي.
د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې پر اړتيا هم ټينګار کړی او څرګندوي، چې د نړيوالو مکلفيتونو په تېره بيا د بشري حقونو په برخه کې د واکمنو چارواکو مراعات په نړيوال ډګر کې د افغانستان د بيا يو ځاى کېدو لپاره اساسي شرط دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د مونیخ په غوڼده کې ښکاره شوې اندېښنې بې ځایه بولي او
ټینګار کوی، چې د شریعت له مخې د ښځو حقونو ته ژمن دي او دا موضوع بهرنیانو پورې اړه نهلري.