تازه خبرونه

په میدان وردګ کې د خلکو او پولیسو په نښته کې رامنځته شوی ځاني زیان دې وڅېړل شي

Published

on

د میدان وردګ د بهسود په ولسوالۍ کې د پولیسو او سیمې د خلکو تر منځ په اخ و ډب کې یوولس کسان وژل شوي او له ۲۵ ډېر ټپیان دي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت یو شمېر استازيو د دغې پېښې د څېړلو غوښته کړې او څرګندوي، چې د هزاره ګانو قومي مشران وسلوال نه ول او د پولیسو ځانګړیو ځواکونو پر نښه کړل؛ خو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په بهسود ولسوالۍ کې نامسوولو وسلوالو پر پولیسو او ملکیانو ډزې کړي او دا پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د ولسي جرګې ځینې غړي او د هزاره قوم استازيو په بهسود ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د جدي څېړنې غوښتنه لري او وایي، چې په دې پېښه کې له ۱۱ ډېر کسان ووژل شول او له ۲۵ ډېر نور ټپیان دي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ استازی مهدي راسخ وایي: کله، چې ځانګړې قطعه بهسود ولسوالۍ ته ورغله؛ ۳۰ سپینږیرو د دوی د راتګ په اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه وغوښتل، چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي او بې وسلې وګکړي وژل کیږي او له ۲۵ ډېر نور ټپیان شول، چې چاته یې د لېږدولو اجازه نه ورکوله او له ۱۵۰ ډېر نور یې برمته کړي دي.                  

په ولسي جرګه کې د غزني یو بل استازي علي اکبر قاسمي څرګنده کړې؛ هغه کسان، چې ځاني زیانمن شوي جرم یې پر مدنیت عقیده وه او دغو خلکو پر پولیسو ان یو ډز هم ندی کړی؛ خو بې رحمانه ووژل شول او مونږ د دغو خلکو د وژلو په اړه د حېړنو کلبک غوښتونکي یو.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال هم ویلي، چې په بهسود ولسوالۍ کې پر ملکي وګړیو شوی برید د پلمې وړ ندی.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مراد علي مراد وایي: دا یو طالمانه برید دی.

نوموړي کلکه غوښتنه کړې: بې ګناه عام وګړي، چې په دې پېښه کې برمته شوي؛ باید ژر تر ژره خوشې شي او د دغې پېښې د حل پرېکړه دې وشي او که تېروتنه هم وي د بښلو نده.              

د بهسود ولسوالۍ د پېښې ټپي احمد جاوید وایي، چې پرون دولت پر مونږ ډزې وکړې او زه پر ملا ولګېدم.  د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې نامسوول وسلوال د دې خونړۍ پېښې عاملین دي او دا پېښه تر جدي څېړنې لاندې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي: نامسووله وسلوال کسان په بهسود ولسوالۍ کې راټول شوي وه؛ د سیمې له خلکو یې ګټه پورته کړه او پر پولیسو او عامو وګړیو یې ډزې وکړې. یو شمېر یې ټپیان او ووژل. د دغې موضوع د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی او پېښه به هر اړخیزه وڅېړي.                  

د دې پېښې معترضان خبرداری ورکوي؛ که حکومت د بهسود ولسوالۍ پېښه په جدي ډول ونه څېړي او کوم کسان، چې پولیسو یرغمل کړي آزاد نشي، په میدان وردګ او کابل کې به پراخ لاریونونه تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version