تازه خبرونه
په میدان وردګ کې د یوې راغورزېدلې چورلکې ۹ کسان وژل شوي
(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۳۹۹)
د ملي دفاع وزارت نن (پنجشنبه د کب ۲۸) په ډاګه کړې، چې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه (ام ال- ۱۷) چورلکه راغورزېدلې ده.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په پېښه کې د چورلکې ۴ کارکوونکي او پېنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د چورلکې د راغورزېدو په اړه پلټنې روانې دي.
د میدان وردګو والي مرستیال آریانا نیوز ته منلې، چې په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو اړوند بلک هاک چورلکه د ډزو په پایله کې راغورزېدلې؛ خو په دې اړه نور څه نه وایي.
له بلې خوا یوې سرچینو آریانا نیوز ته منلې، چې په وژل شویو کې دوه افغان پیلوټان هم شته.
تر دې دمه د پیښې مسوولیت چا نه دی منلی.