نړۍ
په نایجر کې د اورلګېدنې له کبله ۲۵ ماشومان مړه شوي دي
(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۰)
رویټرز راپور ورکړی، چې پرون (دوشنبه د لړم ۱۷) د سویلي نایجر په یوه لومړني ښوونځي کې د اور لګیدو له کبله ۲۵ ماشومان مړه شوي.
په راپور کې راغلي؛ په دې اور لګېدنه کې ۱۴ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي، چې د ۴ یې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
دغه راز ویل شوي، چې اورلګېدنه د نایجر له پلازمېنې نیامي ۶۰۰ کیلومتره لرې په مرادي ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل څرګند شوی ندی.
د پوهنې چارواکو ويلي، درسي ټولګي یې ځنډولي او درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د روان کال په اپریل میاشت کې هم د نیامي په یوه ښوونځي کې د اور لګیدو له کبله ۲۰ ماشومان مړه شوي وه.