تازه خبرونه

په ننګرهارکې د ملي امنیت پر موټریز کاروان ماین چاودنه شوې

Published

on

نن پنجشنبه( د سلواغې ۲۳) له غرمې وروسته د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې هوایي ډګر مخې ته د ملي امنیت ځواکونو د ۰۲ قطعې د موټرو پر کاروان د ماین چاودنه شوې ده.

د ننگرهار ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ د ملي امنیت ځواکونو یو موټر په دې چاودنه کې اور اخیستی او دوه سرتېري یې ټپیان شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې په دې چاودنه کې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version