سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار ولايت کې د ليتيم ډبرو د قاچاق پر تور پېنځه کسان ونيول شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویلي؛ تېره ورځ (شنبه د سلواغې لومړۍ ) د شاوخوا زر ټنو تخته پت یا لیتیم ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه، چې له نورستان او کونړ ولایتونو څخه ننګرهار ولایت ته قاچاق کېدې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې له قاچاق وړونکیو څخه یې ۳۰۰ ټنه لیتیم په رسمي ډول د کانونو او پترولیم وزارت ته سپارلي او شاوخوا ۷۰۰ ټنه یې په کونړ ولایت کې له لاسوهنې لرې وساتل.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې قضیې په تړاو یو شمېر کورني او بهرني قاچاق کوونکي د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي هم دي.

د ملي امنيت د اوپراتيفي چارو ریيس داکتر بشير پرون په ننګرهار ولايت کې يوې خبري ناستې ته څرګنده کړې، چې له دغو قيمتي ډبرو څخه شاوخوا درې سوه ټنه په ننګرهار او پاتې نور يې په کونړ کې کشف او ترلاسه شوي دي.

هغه په ​​دې اړه ويلي: مونږ ته معلومه شوه، چې د دغو قيمتي ډبرو د قاچاق پلان شته، چې تړون نلري او په پټه استخراج کېږي. له همدې کبله مو د اصلي عاملينو د نيولو په موخه جلال‌آباد ښار ته د رسېدو چانس ورکړ. پېنځه کسان نيول شوي؛ دوه چینایي قاچاق وړونکي او درې نور افغانان دي، چې د دوی همکاران ول او پېرودل یې ترسره کول.

لیتیم یو نادر فلز دی، چې ډېري وختونه په عصري تیکنالوژیو؛ د سمارت فون بیتریو، برښنایي موټرو، کمپیوټرونو او ډرونونو کې کارول کیږي.

چارواکي زیاتوي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د هېواد د قیمتي ډبرو قاچاق او غیر قانوني لېږد منع شوی دی.

Trending

Exit mobile version