سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د یوې ۹ کلنې نجلۍ د پلور مخه ونیول شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۱)

د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف څرګنده کړې: پرون شنبه د مرغومي ۲۴ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه پلار غوښتل خپله ماشومه لور د قرض په بدل کې وپلوري.

نوموړي ویلي، چې دغه ۹ کلنه نجلۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر ۲۲۰ زره پاکستانيو کلدارو پلورل شوې وه او د پور ورکوونکيو پیسې ورکړ شوې دي.

د دغه وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د دغې نجلۍ نوم فوزیه ده او ټاکل شوې وه، چې دغه نجلۍ پر رحمان ولي نومي د شخصي پور په بدل کې وپلورل شي.

ښاغلی عاکف وايي، څو ورځې وړاندې یو شمېر متعصبو کړیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې یو پلار د پور په بدل کې خپله لور پلوري.

د اسلامي امارت مسوولینو د دې قضیې له خبرېدو او د حقایقو له څېړلو او ترلاسه کولو وروسته ځانونه مسوول وبلل؛ معلومه شوه، چې یو شمېر کړۍ د پیسو په ترلاسه کولو سره د اسلامي امارت د بدنامولو هڅې کوي.

د هغه په ​​وينا، د موضوع له روښانه کېدو وروسته د دغه وزارت وزير او مسوولينو دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړه او په دې برخه کې يې ښکېل کسان کابل ته وبلل.

صادق عاکف زیاتوي؛ د موضوع د روښانه کېدو لپاره دواړه لوري کابل ته راوغوښتل شول او د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت له لوري یې قرض ورکړ شو.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړ، چې که په راتلونکي کې دا ډول پېښې رامنځته شي؛ د دواړو خواوو پر وړاندې به قانوني چلند ترسره شي.

Trending

Exit mobile version