تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعش د یوه لوړپوړي غړي له وژلو او دوه نورو له ټپي کېدو خبر ورکړ شوی

Published

on

ملي امنیت ځواکونو ویلي؛ د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د داعش د هدفي وژنو غړی او اخطار ورکوونکی وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د ۶ ناحیې اړوند د خالص فامیلیو او ۲ ناحیې په مشکو کوڅه ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي؛ د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی او اخطار ورکوونکی وژل شوی او دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یادو کسانو په جلال آباد ښار کې هدفي وژنې ترسره کولې او تر څنګ یې له عامو خلکو او سوداګرو پخپل زور پیسې اخیستې او له دې لارې به یې یاده ډله تمویلوله.

ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په بهیر کې دوه تومانچې هم ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار نهه بجې د جلال آباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند زيتونو فابريکې ته نږدې د پوليسو پر يو رنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه رامنځته شوې.

د امنيه قومندانۍ وياند فريدخان ويلي، په دې پېښه کې يو پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي.

د دغو پېښو په اړه  تر دې دمه د حکومت وسلوالو مخالفانو څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version