تازه خبرونه

په ننګرهار کې د واده پر مراسمو برید کوونکي ونیول شول -ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۰)
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې؛ د جمعې پر شپه د ننګرهار د شمسپور په مار غونډۍ کلي کې د حاجي ملنګ جان د واده مراسمو ته درې کسان د طالبانو له نوم څخه پر ګټه اخیستنه ورغلي او غوښتنه يې کړې، چې ساز او سرود بند کړي او پر خلکو یې ډزې کړي ۳ کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
ذبیح الله مجاهد څرګندوي، چې د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي او یو بل تښتیدلی، چې تر څارنې لاندې دی.
مجاهد وایي؛ د پېښې دغه عاملين، چې د اسلامي امارت له نوم څخه په ګټه اخیستنه یې خپله تربګني پاللې، د‌ شريعت منګولوته وسپارل شول.
تېره ورځ د ننګرهار ولایت سیمه ییزو سرچينو ويلي وه، چې تېره شپه د سره رود ولسوالۍ د مارغونډۍ د اړوند سیمې د یوه واده په مراسمِو کې د اسلامي امارت ځواکونو د ټنګ ټکور د مخنیوی لپاره د واده پر ګډونکوونکیو ډزې کړي، چې له کبله يې دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
هغه مهال د طالبانو سیمه ییزو مسوولينو پېښه تائید کړې وه او ویل شوي وه، چې پدې تړاو یې دوه طالب سرتېري نيول شوي دي.

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستې لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version