تازه خبرونه
په ننګرهار کې د واده پر مراسمو له ډزو ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۰)
د ننګرهار ولایت سیمه ییزو سرچينو ويلي؛ تېره شپه د سره رود ولسوالۍ د مارغونډۍ د اړوند سیمې د یوه واده په مراسمِو کې د اسلامي امارت ځواکونو د ټنګ ټکور غږولو مخنیوی کړی.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو او د ټنګ ټکور د مینه والو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته د واده پر ګډونکوونکیو ډزې شوي، چې له کبله يې دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د طالبانو سیمه ییزو مسوولين پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې پدې تړاو یې دوه طالب سرتېري نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت سیمه ییز ځواکونه اجازه نه ورکوي، چې رسنۍ د قربانيانو له کورنيو سره خبرې وکړې او د سيمې اړوند انځورونه واخلي.