تازه خبرونه

په ننګرهار کې د چاودنو مسوولیت داعش منلی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۰)

د اعماق خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ داعشیانو د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د یو لړ بمي چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

داعش د شنبې او یکشنبې چاودنو ته په نغوته او اشاره کې په ډاګه کړې: له ۳۵ څخه ډېرو طالبانو (د اسلامي امارت مشرانو) ته په یو لړ چاودنو کې مرګ و ژوبله اوښې ده.

د دغې مرګ و ژوبلې په اړه د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه کومه تبصره نده کړې.

د اسلامي امارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د شنبې د ورځې په چاودنو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

عیني شاهدانو او د ننګرهار روغتون سرچینو ویلي، چې په دغو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین او د دغه هېواد استخباراتي چارواکو تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې القاعده یا داعش به په یو یا دوه کلونو کې یو ځل بیا سر راپورته او امریکا ته ګواښ رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version