تازه خبرونه
په ننګرهار کې زلزلې ګڼ کورونه ویجاړ کړل
د دې دفتر د خپرې شوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د دې کورونو د ویجاړېدو بشپړ جزئیات به وروسته خپاره شي.
Last Updated on: تله ۲, ۱۴۰۴
د ننګرهار د رسنیو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په درهنور ولسوالۍ کې نننۍ زلزلې یو شمېر کورونه ویجاړ کړي دي.
د دې دفتر د خپرې شوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د دې کورونو د ویجاړېدو بشپړ جزئیات به وروسته خپاره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په جلالآباد ښار او شاوخوا سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
د امریکا د ځمکپوهنې سروې ښیي، چې نن له غرمې وروسته ۳:۲۰:۳۳ په افغانستان کې د ریښتر پر کچه ۴.۹ درجې زلزله رامنځته شوه.
د زلزلې مرکز د ننګرهار ولایت مرکز جلالآباد ښار و، چې ژوروالی یې ۱۰ کیلومټره ښودل شوی دی.
