تازه خبرونه
په ننګرهار کې زلزلې ۱۵ کسان ټپیان کړل
د درهنور ولسوالۍ د روغتیایي مرکز مسوول رفیع الله حماد ویلي، چې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
Last Updated on: تله ۲, ۱۴۰۴
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلي، چې د دې ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د نننۍ زلزلې له کبله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
د درهنور ولسوالۍ د روغتیایي مرکز مسوول رفیع الله حماد ویلي، چې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د حماد د څرګندونو له مخې؛ د ځاني زیان وروستی شمېر او د پېښې له کبله د اوښتو زیانونو جزئیات به وروسته خپاره شي.
د امریکا د ځمکپوهنې سروې څرګنده کړې؛ نن ماسپښین په افغانستان کې د ریښتر پر کچه ۴.۹ درجې زلزله رامنځته شوې ده.
د زلزلې مرکز د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار، چې ژوروالی یې ۱۰ کیلومټره ښودل شوی دی.
