Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې ناڅرګندو وسلوالو خبریاله ملاله میوند او د هغې موټر چلوونکی وژلي

خپور شوی

د

په ننګرهار کې د ناپېژاندو وسلوالو لخوا د خصوصي تلویزیون خبریاله ملاله میوند له خپل موټر چلوونکي سره وژل شوي دي.

ملاله میوند د انعکاس خصوصي رادیو تلویزیون خبریاله نن سهار( پنجشنبه د لیندۍ ۲۰) د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې د عربانو په اړوند سیمهکې کې د ناپېژندو وسلوالو لخوا وژل شوې ده.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د پېښې پخلی کړی او وایي، چې ملالۍ میوند او د هغې موټر چلوونکی نن سهار د نامعلومو کسانو لخوا هغه مهال ووژل شول، چې د دندې پر لوري روان ول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یوه ټویټ کې ویلي: له بده مرغه په تېره یوه نیمه لسیزه کې د طالبانو لخوا ډېري خبریالان وژل شوي دي.

تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

 دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت مخکې د آزادۍ راډیو خبریال الیاس داعي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د نښلیدونکي ماین پر چاودنه شاوخوا یوه اوونۍ وروسته ترې یما سیاوش پخوانی خبریال په ورته چاودنه کې وژل شوي، چېپړه یې تر دې دمه چا پر غاړه نده اخیستې.

تازه خبرونه

بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

Published

on

 

بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربه‌توب کوي.

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سې‌شنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.

ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.

اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.

د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه‌لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

آلمان د اسلامي امارت شپږ نور ډیپلوماټان مني

ان‌ډي‌آر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲, ۱۴۰۵

 آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې دې هېواد د اسلامي امارت د شپږ نورو ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. دا هڅه د هغه تړون یوه برخه ده،  چې له مخې یې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د الوتنې زیاتې شي.

ان‌ډي‌آر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.

د آلمان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د دې وزارت د چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د «تخنیکي کچې» خبرې شوي؛ خو د دغو ناستو د ځای او مودې په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.

د ان‌ډي‌آر د راپور له مخې، دا هوکړه له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پام وړ ډېرېدا لپاره زمینه برابروي.

د آلمان کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې کابل ته د چارټر الوتنې پراخه کیږي او په راتلونکي کې به هره میاشت تر درې پورې د ایستلو الوتنې ترسره شي. همداراز، د ځینو کسانو د ایستلو لپاره به د عادي سوداګریزو الوتنو زمینه هم برابره شي.

د راپور له مخې، اسلامي امارت له ډېر پخوا راپدېخوا د ایستلو د الوتنو په برخه کې همکاري له دې سره تړلې وه، چې آلمان دې نور افغان ډیپلوماټان هم ومني. ویل کېږي، چې دا ډیپلوماټان د هغو افغانانو د هویت د تائید او د سفر د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره مهم دي، چې د ایستلو په درشل کې وي.

اوس‌مهال په آلمان کې یوازې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي دوه قونسلي چارواکي فعالیت لري. دغو کسانو، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې دې هېواد ته تللي وه؛ په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې مهم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.

د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ د کډوالو د ایستلو له حکومتي تګلارې دفاع کړې او «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته یې ویلي: هغه کسان، چې په آلمان کې له ملاتړ ترلاسه کولو وروسته درانده جرمونه ترسره کوي؛ باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

هغه ویلي: «هر څوک، چې زمونږ له ملاتړ ناوړه ګټه واخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کړي؛ باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زمونږ ټولنه په مشروع ډول غواړي، چې مجرمان له هېواده ووځي.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله

د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.

Published

on

د امریکا ژیولوژیکي سروې مرکز ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله.

د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.

د دې مرکز په راپور کې راغلي؛ زلزلې له ۲۰۷ کیلومټره ژوروالي څخه سرچینه اخیستې وه.

له زلزلې وروسته سمدلاسه د مرګ او ژوبلې یا زیان راپور ورکړ شوی نه‌دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!