تازه خبرونه

په ننګرهار کې يو کس د خپلې ۵ کلنې ورېرې د تښتولو پر تور ونيول شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۴۰۰)

د ننګرهار ملي امنیت سرتېرو هغه کس نیولي، چې خپله پېنځه کالنه ورېره یې د پيسو لپاره تښتولې وه.

څلور ورځې مخکې د جلال آباد ښارله څلورمې ناحیې انسان تښتوونکیو دعبدالجلیل الله نومي یوه ډاکټر پېنځه کلنه لور د هغه د کور له وره وتښتوله، چې له کبله یې ځايي خلک سخت راوپارېدل.

د چارشنبې پر ورځ د ملي امینت سرتېرو تښتول شوې نجلۍ روغه رمټه ژغورلې او په تړواو یې یو کس نیولی، چې د هغې تره دی.

سرتېرو تښتول شوې نجلۍ ژغورلې او خپل پلار ته یې روغه رمټه سپارلې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ويلي، که له یوې خوا سرتېري له طالب سره پر جګړه اخته دي؛ نو بلخوا یې د ورانکارو مخه هم ډب کړې ده.

د ژغورل شوې نجلۍ پلار ډاکټر عبدالجلیل وايي، تښتونکیو ترې دېرش زره ډالر غوښتل او ورته یې ویل، چې که ور یې نکړي؛ نو لور به یې ووژل شي.

د نجلۍ پلار ويلي، نه پوهېدو، چې لور یې چا د پیسو لپاره تښتولي وه.

د ملي امنیت سرتېرو نورالرحیم  نومی یو کس د ۵ کلنې ثنا د تښتولو پر تور نیولی، چې سکنی تره یې دی.

د ژغورل شوې نجلۍ پرتښتونې تورن نورالرحیم پخپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې خپله ورېره یې په پټه د پیسو لپارتښتولې وه؛ خو بریالی نشو.

د یادونې ده، چې په جلال آباد ښار کې موخه ییزې وژنې، باجګیرۍ او تښتونې ډېرې شوي. د رسمي څرګندونو له مخې همدا ګړۍ هم دوه ډاکتران او د دوه شتمنو د کورنۍ غړي نادرکه دي او کورنۍ یې وايي، چې د ناڅرګندو ادرسونو له خوا ترې ډېرې پیسې غوښتل کېږي؛ خو دوی یې نشي ورکولی.

Trending

Exit mobile version