تازه خبرونه

په ننګرهار کې ښځې او میړه اسلام قبول کړ

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ دې جوړې له کلونو راپدېخوا د عیسویت تبلیغ کاوه، چې په دې وروستیو کې یې د افغان عالمانو پر غوښتنه د اسلام زده کړه پیل  او دا دی د “شهادت” کلمه وویله.

Published

on

په ننګرهار ولایت کې یوې بهرنۍ ښځې او د هغې افغان میړه عیسویت ته له کلونو تبلیغ وروسته د اسلام مبارک دین قبول کړ.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ دې جوړې له کلونو راپدېخوا د عیسویت تبلیغ کاوه، چې په دې وروستیو کې یې د افغان عالمانو پر غوښتنه د اسلام زده کړه پیل  او دا دی د “شهادت” کلمه وویله.

د هغې میړه، چې په اصل کې د کاپیسا ولایت دی؛ د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په جوړو شویو مراسمو کې وویل: “زه په ۲۰۱۰ کال کې عیسوی شوم؛ ما او میرمن به مې خلک عیسویت ته رابلل؛ خو په وروستیو کلونو کې د افغان عالمانو پر هڅونه مونږ د اسلام حقیقت درک او نن مو د زړه له کومې اسلام قبول کړ.”

دې جوړې ژمنه کړې، چې خپل پاتې ژوند به د اسلام د مقدس دین په سیوري کې تېر او اسلامي ارزښتونو ته تبلیغ وکړي.

Trending

Exit mobile version